Masjid Banana Sunnat e Anbiya Hai

Book Name:Masjid Banana Sunnat e Anbiya Hai

هغوئي شهزاده ابُو عُمَير بيمار وو، په هٰغه ورځو کښې هُم د هغوئي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ  معمول دا وو چې د سحر لـمانځه له به جُمات ته لاړلو نو د نِصْفُ النہار (يعنې زوال) پورې به په جُمات کښې وو، بيا به کور ته راغلو، چې د ماسپښين وخت به شو نو بيا به جمات ته حاضر شولو او د ماسپښين نه مازديګره پورې به په جُمات کښې وو بيا د مازديګر نه تر ماښامه پورې تر دې چې د ماسخُتن لـمونځ جَمعې سره ادا کولو نه پس به کور ته راتلو * دغسې يو نابينا صحابي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ  وو، د سترګو نعمت ئې هُم نه لرلو، او څوک داسې کس هُم نه وو چې د هغوئي لاس ئې نيولے وے او جُمات ته ئې رسولے وے، د شپې به تِياره هُم وه، په لاره کښې به د مار، لړم وغيره خطره هُم وه، د هغې باوجود به هغوئي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ  جُمات سره داسې محبت لرلو چې پينځه وخته لـمونځونو له به جُمات ته حاضريدلو او د جَمعې سره به ئې لـمونځونه ادا کول. ([1]) * اعلٰی حضرت امامِ اهلِ سُنّت، شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه به هُم د جُمات سره ډير محبت لرلو، يو ځل هغوئي رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه دومره بيمار شولو چې وصيت نامه ئې هُم اوليکله خو د هغې باوجود ئې داسې باکماله ايماني جذبه لرله چې د بيمارئ په ورځو کښې به هُم جُمات ته حاضريدلو او ټول لـمونځونه به ئې د جَمعې سره ادا  کول، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه به په کُرسئ کښيناستلو او څلورو کسانو به اوچت کړلو او جُمات ته به ئې رسوَلو. ([2])  

          سُبْحٰنَ الله! اندازه اوکړئ چې زمونږه د اسلافو د جُمات سره څومره محبت او څومره عظيم الشانه جذبه وه او يو مونږه يُو چې که معمولي مو په سر درد شي يا راباندې معمولي تبه راشي نو د جُمات د حاضرئ نه محرومه شو بلکه څومره به داسې خلق هُم وي چې د تبې وغيره په سبب به لـمونځونه هُم قضا کوي!!! که بازار ته تلل پيښ شي، يا په


 

 



[1]...ابو داؤد،کتاب الصلاۃ ،باب فی الشدید فی ترک الجماعۃ ،صفحہ:101 ،حدیث:552 ماخوذًا۔

[2]...فتاویٰ رضویہ،جلد:9 ،صفحہ:547 بتغیر  قلیل۔