Aal e Nabi Ke Fazail

Book Name:Aal e Nabi Ke Fazail

نجات ذريعه ده. راځئ! د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اولاد په باره کښې لږ شان معلومات زده کوو:

د علمائے کرامو اتفاق دے چې د تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شهزادګئ 4 دي (نه 3 دي، نه 5). البته د شهزادګانو په شمير(تعداد) کښې اختلاف دے. زيات تر علماء دا فرمائي چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اولادِ پاک شمير 7 دے. په دې کښې 4 شهزادګئ دي: (1) حضرت زينب (2) حضرت رُقيه (3) حضرت اُمِّ کلثوم او (4) حضرت فاطمةُ الزهراء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُنَّ . او درې شهزادګان دي: (5) حضرت قاسِم (6) حضرت عبدُ الله او (7) حضرت ابراهيم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم.

د حضورِ اقدس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ټول شهزادګان په وړوکوالي کښې وفات شوي وو او شهزادګئ ئې تر ډيرې مودے پورې ژوندئ وې، حضرت زينب، حضرت رقيه او حضرت اُمِّ کلثوم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُنَّ خو د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ظاهري ژوند مبارک کښې وفات شوې وے، څلورمه شهزادګئ حضرت فاطمةُ الزهراء رَضِىَ اللهُ عَـنْها د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د وِصالِ ظاهري نه پس ژوندئ وه، په وړومبنو دريو شهزادګو کښې د يوې اولاد هم نشته، صرف د حضرت فاطمةُ الزهراء رَضِىَ اللهُ عَـنْها نه اولاد مخکښې خور شوے دے. اوس چې په دُنيا کښې څومره سيدان دي، هغه ټول د حضرت امامِ حَسَن مجتبٰی او د امام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما په اولاد کښې دي.