Malakul Maut ke Waqiaat

Book Name:Malakul Maut ke Waqiaat

زيړيږي، د دې نه زه پوهه شم چې فلانکے کَس بيمار دے۔ بيا هغوئي د يو لوښي ښودلو سره عرض اوکړو: کله چې پاڼه زيړه شي نو زه د دې لوښي اوبه په دې باندې ترمکيا کووم، که پاڼه خپل اصلي حالت ته راشي نو مطلب دا چې هغه انسان به د دې بيمارئ نه شِفا بيامومي، که پاڼه د شين الي حالت ته رانشي بلکه توره شي نو زه پوهه شم چې د ده د مرګ وخت راغلے دے۔ زه هغه پاڼې ته ګورم کله چې هغه د وَنې نه راپريوځي نو مطلب چې د هغه د مرګ وخت راغلے دے، بيا که هغه کَس نيک وي نو زه د هغه خوا له په ښه شکل او صورت کښې ځم او د هغه د رُوح قبض کولو سره ئې په راحت او خوشبو کښې ساتم، که هغه ګنهګار وي نو د هغه خوا له په ويروونکي شکل کښې ځم، هغه چې ما وينې نو چغې وهي: اے ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام! زما ګناهونه ډير شو، زما اعمال نامه په ګناهونو توره شوه، آه! اوس د رخصتيدو وخت راغلے دے، ما له لږ مهلت راکړئ! د پاره د دې چې زه د الله پاک په حضور کښې لږې اوښکې توئي کړم، لږ وخت راکړئ چې زه د ګناهونو نه توبه کړم۔ زه وايم: ممکن نه ده۔۔۔!! دا خو بالکل ناممکنه خبره ده۔ بيا زه د هغه رُوح قبض کړم۔ ([1])

دِلا غافِل نہ ہو یکدم یہ دُنیا چھوڑ جانا ہے                بغیچے چھوڑ کر خالی زمیں اندر سمانا ہے

تُو اپنی موت کو مت بُھول کر سامان چلنے کا            زمیں کی خاک پر سونا ہے اینٹوں کا سرہانا ہے

نہ بیلی ہو سکے بھائی، نہ بیٹا، باپ تَے مائی             تُو کیوں پِھرتا ہے سودائی عمل نے کام آنا ہے

عزیزا! یاد کر جس دِن کہ عزرائیل آئیں گے          نہ جاوے کوئی تیرے سنگ اکیلا تُو نے جانا ہے

غُلامؔ اک دَم نہ کر غفلت، حیاتی پر نہ ہو غَرَّہ            خُدا کی یاد کر ہر دَم کہ جس نے کام آنا ہے

 صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد


 

 



[1]... سُلْوَۃُ الْعَارِفِین، باب ذکر ملک الموت، جلد:2 ، صفحہ:212 - 215 ملتقطًا۔