Share this link via
Personality Websites!
فرښتې هغه وَنې ته په غور سره کتل۔ خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت جبرائيل امين عَلَیْهِ السَّلَام ته اوفرمائيل: دا فرښته څوک ده؟ يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دا فرښته د خوندونو ختموونکې، د دوستانو جدا کوونکې، د ښځو کونډوونکې او د بچو يتيمانو جوړوونکې، د اوچتو محلونو ورانوونکې او د هديرې آبادونکې ده يعنې ملک الموت حضرت عزرائيل عَلَیْهِ السَّلَام دے۔
بيا حضرت جبرائيل امين عَلَیْهِ السَّلَام حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام ته اووئيل: اے عزرائيله (عَلَیْهِ السَّلَام)! دا وړاندې وروستو سردار، محبوبِ رَبِّ غفار حضرت مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے۔ دا ئې چې واوريدل نو حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام راپاڅيدو، د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره ئې سلام اوکړو، د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره ئې د غاړې ميلاوهلو سعادت حاصل کړو او په محبت کښې ئې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تندے ښکل کړو او د هغوئي سره ئې په خوا کښې د کښيناستو خواست اوکړو۔ بيا ئې عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! څه اراده لرئ (يعنې زما د پاره څه حکم دے؟) خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دا کومه تختئ چې ستاسو مخې ته پرته ده، دا څه څيز دے؟ عرض ئې اوکړو: الله پاک د ټول مخلوق رُوحونه زما په قبضه کښې کړي دي، په دې تختئ باندې د هغې تفصيل ليکلے دے، د دې په ذريعه باندې زه د هغوئي حساب ساتم۔
خوږ آقا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پوښتنه اوکړه: دا دومره غټه ونه څه څيز دے؟ عرض ئې اوکړو: د دې وَنې پاڼې د مخلوق د شميرې برابر دي، هيڅ يو انسان داسې نشته د کوم د نوم پاڼه چې په دې ونه کښې نه وي، کله چې څوک بيماريږي نو د هغه د نوم پاڼه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami