Book Name:Madinay Ki Barkatain
وهله، يوه ورځ ئې هغه په جُمات کښې اونه ليدو [يا اونه ليدله] ، نو د هغه په باره کښې ئې پوښتنه اوکړه؟ عرض اوکړے شو: هغه وفات شوے دے، ارشاد ئې اوفرمائيلو: تاسو زه ولې نه ووم خبر کړے؟ ما د هغه قبر له بوځئ! بيا هغوئي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه د قبر خوا له تشريف يوړلو او د بخښنې دعا ئې اوفرمائيله. ([1]) * [يو بل حديث شريف دے چې] يو صحابي رَضِىَ الله عَـنْهُ په بارګاهِ رسالت کښې عرض اوکړو: يا رسول الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ما پسې غم او قرض نښتي دي. غم خوار نبي، مکي مدني صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه سره غم خواري اوکړه او د قرض نه د خلاصي وظيفه ئې ورته اوښودله، ارشاد ئې اوفرمائيلو: هره ورځ سحر او ماښام دا لوله:
اَللّٰہُمَّ اِنِّی اَعُوْذُبِکَ مِنَ الْہَمِّ وَالْحُزْنِ وَأَعُوْذُبِکَ مِنَ الْعَجْزِ وَالْکَسَلِ وَاَعُوْذُبِکَ مِنَ الْجُبْنِ وَالْبُخْلِ وَاَعُوْذُبِکَ مِنْ غَلَبَۃِ الدَّیْنِ وَقَہْرِ الرِّجَالِ
هغه صحابي رَضِىَ الله عَـنْهُ فرمائي: ما دا عمل اوکړو نو الله پاک زما غم لرې کړو او زما قرض ئې ادا کړو. ([2])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د خوږ مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سنتو باندې د عمل کولو په ذريعه مونږ له هم پکار دي چې مونږه هم د خپلو خپلوانو، مسلمانانو وروڼو، ګاونډيانو او دوستانو خپلوانو سره غم رازي اوکړو او ثواب اوګټو. الله پاک دې مونږ ټولو له د عمل کولو توفيق راکړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد