Book Name:Sahaba Ki Aik Khobsorat Tamanna
مست خپل قيمتي ژوند د بے عملئ او جهالت په تِيارو کښې تيرولو. زما په ژوند کښې رڼا څه داسې راغله چې يوه ورځ د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول سره تعلق لرونکي يو اسلامي ورور ما له د تجويد سره د قرآنِ پاک د لوستلو ترغيب راکړو، د ماسخُتن د لـمانځه نه پس لګيدونکې د اسلامي وروڼو په مدرَسَۃُ الْمَدینه بالغان کښې ئې د شرکت کولو دعوت راکړو، ما د هغه د نيکئ دعوت قبول کړو او د اسلامي وروڼو په مدرَسَۃُ الْمَدینه بالغان کښې مې شرکت شروع کړو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دې په برکت سره ما د تجويد سره قرآنِ کريم زده کړو او فيشن مې پريښودو او په سنتو عمل کوونکے جوړ شوم.
یہی ہے آرزو تعلیمِ قرآں عام ہو جائے تلاوت کرنا صُبح و شام میرا کام ہو جائے
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د ځينو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رِسالت ، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبت اوکړو هغه زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي. ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دې شي جوړه د سنتو مدينه خوږه آقا جنت کښې مې خپل جوړ کړه ګاونډي خوږه آقا