Book Name:Sahaba Ki Aik Khobsorat Tamanna
وَ نَطۡمَعُ اَنۡ یُّدۡخِلَنَا رَبُّنَا مَعَ الۡقَوۡمِ الصّٰلِحِیۡنَ (۸۴) (پارہ:7، سورۂ مائدہ:84)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالعِرفان : او مونږ طمع لرو چې زمونږه رب به مونږه د نيکو خلقو سره جَنَّت ته داخل کړي.
کاش! چې مونږ ته په خپلو زړونو کښې دا جذبه زياتيدل نصيب شي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .
په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدرَسَۃُ الْمَدینه بالِغان
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د نيک جوړيدو او د نيکانو خلقو په لاره باندې د تللو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اسلامي د ديني ماحول سره وابسته اوسئ او په 12 ديني کارونو کښې هم ښه په شوق سره برخه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دين او دنيا بے شميره خيرونه به مو نصيب شي. په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار مدرَسَۃُ الْمَدینه بالِغان هم دے.
اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د دعوتِ اسلامي زيرِ انتظام جماتونو کښې، سکولونو او کالجونو او مارکيټونو وغيره کښې لګيدونکو مدارِسُ الْمَدینه کښې اسلامي وروڼو ته د تجويد سره قرآن کريم لوستل ښودلے شي او ورسره بنيادي ضروري احکام او مسائل او سُنت او آداب هم ښودلے شي.
فيشن پرست په سُنتو عمل کوونکے جوړ شو
د بلوچستان د اوسيدونکي يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده: د دعوتِ اسلامي ديني ماحول ته د راتللو نه مخکښې زه ډير فيشن پرست ووم، په مخ مې نه ګيره نه وه او نه مې په سر باندې عِمامه شريفه وه، د سُنّتو د لارې نه لرې د دُنيا په محبت کښې مې