Sahaba Ki Aik Khobsorat Tamanna

Book Name:Sahaba Ki Aik Khobsorat Tamanna

وائې خو په دنيا کښې د ټولو نه خوږ څيز ژوند دے او زه غواړم چې د ژوند چې باقې پاتې کومې ساه ګانې دي هغه د خپلو وروڼو د پاره قربان کړم.

خليفه چې کله دا خبره واوريدله نو په معامله پوهه شو، چنانچه قاضي ته ئې د دې بزرګانو په باره کښې د تحقيق کولو حکم اوکړو، آخر دا چې درې واړه بزرګان په عزت سره بري کړے شول. ([1])

آج ہے اِیثار کا جذبہ جو پروانوں کے پاس تھی کبھی یہ دولتِ بیدار اِنسانوں کے پاس

اے عاشقانِ رَسُول! دا دے ايثار...! مونږ له هم پکار دي چې د يو بل نه د زياتې قربانئ ورکولو عادت جوړ کړو! نورو ته د راحت رسولو ذهن جوړ کړو، کله چې مونږه د خپلو مسلمانانو وروڼو سره داسې مخلصان شُو، د هغوئي د پاره د قربانئ ورکولو ذهن جوړ کړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د يو بَل محبت به مو په زړونو کښې زياتيږي، مسئلې به حل کيږي او که الله پاک اوغوښتل نو معاشره به د امن او سکون نه ډکه شي.

جذبۂ اِیثار دِل میں ہو اگر                   مسئلوں کا حل نکلتا جائے گا

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نيکانو خلقو دا يو څو مبارک عادتونه مونږ واوريدل، مونږ له پکار دي چې مونږه دا عادتونه خپل کړو، د دې سره سره نيکان خلق خپل آئيډيل هم جوړ کړو. د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان دا مبارک ارمان کوم چې مونږ د بيان په شروع کښې واوريدو چې صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان اووئيل:


 

 



[1]... کَشْفُ الْمَحْجُوب مترجم، صفحہ:274و275 بتغیر ٍقلیلٍ۔