Book Name:Sahaba Ki Aik Khobsorat Tamanna
لالچ او ويرې نه سيوا هيڅ پاتې نه دي. ([1])
الله پاک دې مونږه د حرص او هوس، ذاتي دښمنئ او جنګ جګړو نه محفوظ اوساتي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د الله پاک د نيکانو بندګانو يو مبارک عادت دا هم وو چې دې حضراتو به ځان باندې نورو ته ترجيح ورکوله، اګرچه پخپله به ورته تکليف رسيدو خو دوئي به نورو ته د سکون رسولو کوشش کولو.
حضرت نُوري، حضرت رقام او حضرت ابو حمزه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم ، دا درې واړه صوفيان بزرګان دي، د يو ځلمې واقعه ده چې د خليفه يو وزير د صوفيائے کرامو دښمن شو، هغه د دې دريو واړو بزرګانو په باره کښې خليفه ته دروغ اُووئيل او خليفه د دې دريو واړو بزرګانو قيد کولو حکم اوکړو. دا درې واړه بزرګان خليفه له راوستے شول، خليفه حکم اوکړو، د دريو واړو نه سرونه قلم کړئ. په حکم باندې عمل شروع شو، جلاد توره راويستله او راوړاندې شو او د ټولو نه مخکښې ئې حضرت رقام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شهيد کول غوښتل، دا چې ئې اوليدل نو دويم بزرګ حضرت نُوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په تادئ سره راپاڅيدو او د حضرت رقام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ځائے د تورې مخې ته کښيناستو، جلاد اووئيل: اے سړيه دا تُوره څه لوبې نه دي. حضرت نُوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: تۀ ټيک