Book Name:Sahaba Ki Aik Khobsorat Tamanna
ګڼي او که بد، د هغوئي مقصد به صرف او صرف د الله پاک رضا حاصلول وو.
غير مسلمه کلمه اووئيله او مسلمان شو
د مسلمانانو د څلورم خليفه حضرت عليُّ الـمُرتضیٰ، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دا واقعه ډيره مشهوره ده، يوه ځل هغوئي د جنګ په حالت کښې وو، د يو کافِر سره ئې جنګ روان وو، حيدر کرّار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغه قابو کړو، نزدې وه چې هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغه دوزخ ته رسولے وے، په دې کښې هغه جُرأت اوکړو او په هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ باندې ئې (مَعَاذَ الله! ) لاړې ورتو کړې. اوس خو پکار دا وه چې هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغه ته نور هم غصه شوے وے او هغه ته ئې د مخکښې نه زيات تکليف رسولے وے مګر هغه خو مولائے کائنات رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وو، هغوئي هغه غير مسلمه پريښودو. دا ئې چې اوليدل نو هغه ډير حيران شو چې دا څه قيصه ده؟ زما په حرکت خو دوئي له غصه ورتلل پکار وه خو دوئي خو زه اُلټا معاف کړم. هغه چې کله د حضرت مولا علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه د دې حکمت پوښتنه اوکړه نو هغوئي اوفرمائيل: ما توره صرف او صرف د الله پاک د رضا د پاره راخستې ده، زه د خدائے د حکم بنده يم، زه د خپل ذات بدله نه اخلم. دا ئې چې واوريدل نو هغه کافر دومره متاثره شو چې کلمه ئې اُووئيله او مسلمان شو.
د 30 کالو لـمونځونه ئې بيا اوکړل
دغه شان د يو بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه معمول وو چې هميشه به ئې په وړومبي صف کښې لـمونځ ادا کولو، يوه ورځ اتفاقاً په آخري صف کښې اودريدو نو په زړه کښې ئې خيال راغلے چې نن ما خلق په آخري صف کښې اُوويني نو څه به وائي. د دې خيال په راتللو هغوئي [د عاجزئ په طور] دا اوګڼله چې ما څومره لـمونځونه په وړومبي صف کښې