Book Name:Sahaba Ki Aik Khobsorat Tamanna
کښې ئې پخه اراده اوکړه چې په دې ځل به داسې شکل اختياروم چې بادشاه سلامت به مې هډو اونه پيژني.
د دې واقعې ډيرې ورځې اوشوې، بيا يوه ورځ بادشاه سلامت لښکر د ځان سره کړو او د جنګ د پاره روان شو، بادشاه اورنګ زيب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پخپله هم د الله پاک نيک بنده وو او د هغه د اوليائے کرامو سره عقيدت هم ډير وو، بادشاه سلامت د لښکر سره په سفر وو، په لاره کښې چې به چرته چرته د کوم ولئ کامِل مزار راتللو، بادشاه سلامت به لښکر اودرولو او مزار شريف ته به ئې په ادب سره حاضري کوله، دعا به ئې کوله او د اوليائے کرامو د فيضان حاصلولو سره به مخ په وړاندې تللو. روان وو چې يوې غريځې علاقې ته اورسيدو، بادشاه سلامت اوکتل چې د يو غر په لـمن کښې په زرګاؤ خلق راجمع دي. ډير حيران شو چې په دې شړه علاقه کښې دومره ګڼه د څه د پاره ده؟ خير! معلومات حاصل کړے شول نو پته اولګيده چې د الله پاک څوک نيک بنده دے، کوم چې د دې غر په غار کښې اوسيږي، ډير د کمال والا بزرګ دے، هر وخت ئې د الله پاک په ياد کښې سترګې پټې وي او ناست وي. دا ټول خلق د لرې لرې نه د هغه د زيارت د پاره حاضر شوي دي. دا ئې چې واوريدل نو د بادشاه سلامت په زړه کښې هم د زيارت شوق را اوچت شو، هغه لښکر اودرولو، شپه ئې هم هلته تيره کړه، سحر بادشاه سلامت تازه غسل اوکړو، نوې جامې ئې واغوستې، د نيک بنده په خدمت کښې د حاضرئ د پاره ئې ادباً دوه رکعته نفل ادا کړل، بيا ئې ښپې ابله ښپې غار ته تشريف يوړلو، اوئې کتل چې يو باباجي سترګې پټې کړې دي او ناست دے، بادشاه سلامت په ادب سره لاس په نامه ورنزدې شو او کښيناستلو، ډير وخت ناست وو، څه خبره کول خو غټه خبره ده باباجي دومره سترګې هُم را اُونه غړولې چې بادشاه ته ئې يو