Book Name:Naik Amal Ke Dunyawi Faiday
تَقِیَ مَصَارِعَ السُّوْءِ يعنې نيک اعمال د بدو نه بچ کول کوي. ([1])
د نن نه تقريباً د يو نيم، پاؤ کم 2 سوه کاله مخکښينئ واقعه ده، د عربو د يو کلي اوسيدونکے يو کَس وو، د هغه نوم اِبنِ جُدعان وو، د سپرلي په موسم کښې چې کله يو ځل هغه د خپلو اوښانو د ساتلو ځائے ته اورسيدو نو اوئې ليدل چې د هغه اوښان ډير څاربه او صحت مند شوي وو. يوه اوښه خو ډيره صحت منده وه، هغې پئ هم زيات کول، دا ئې چې اوليدل نو د هغه سَر د شُکر نه ښکته شو. بيا ناڅاپه هغه ته د څلورمې سيپارې، د سُورۀ اَلِ عمران دا آيت مبارک راياد شو:
لَنۡ تَنَالُوا الۡبِرَّ حَتّٰی تُنۡفِقُوۡا مِمَّا تُحِبُّوۡنَ ۬ؕ وَ مَا تُنۡفِقُوۡا مِنۡ شَیۡءٍ فَاِنَّ اللّٰہَ بِہٖ عَلِیۡمٌ (۹۲)
(پارہ:4، سورۂ آلِ عمران:92)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالاِ يمان : تاسو به هيڅ کله هم نيکئ ته اونه رسئ تر څو پورې چې د الله په لار کښې خپل خوږ څيز اونه لګوئ.
هغه فيصله اوکړه چې دا اوښه او د دې بچے به د الله پاک په لاره کښې صدقه کووم. په خپله فيصله باندې د عمل کولو د پاره هغه اوښه او بچے د ځان سره روان کړل او د خپل يو ګاؤنډي کور ته اورسيدو، هغه ګاؤنډي ئې ډير غريب وو، د هغه 7 لوڼه وې، اِبنِ جُدعان دروازه اوټکوله، ګاؤنډي ئې بهر را اووتلو، اِبنِ جُدعان د اوښې واګې د ګاؤنډي په لاس کښې ورکړې او اوئې وئيل: وروره! دا واخله...!! دا زما له طرفه تحفه ده. د ګاؤنډي مخ د خوشحالئ نه روښانه شو، يقيناً هغه به ورته په زړه کښې ډيرې