Book Name:Naik Amal Ke Dunyawi Faiday
ځان د ګناهونو نه ساتي او نيک اعمال کوي، الله پاک هغه ته د صحت او سلامتيا والا، د سکون نه ډَک او ښه ژوند عطا کوي.
د نيکو اعمالو دنيائي فائده: په مشکلاتو کښې آساني
د نيکو اعمالو يوه دنيائي فائده دا هم ده چې د نيکو اعمالو په برکت سره په مشکلاتو کښې آساني نصيب کيږي. الله پاک په قرآنِ کريم کښې ارشاد فرمائي:
وَ مَنۡ یَّتَّقِ اللّٰہَ یَجۡعَلۡ لَّہٗ مِنۡ اَمۡرِہٖ یُسۡرًا (۴) (پارہ:28، سورۂ طلاق:4)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالاِيمان : او څوک چې د الله نه اُويَريږي الله به د هغه په کار کښې آساني اوفرمائي.
په يو بَل ځائے کښې الله پاک ارشاد فرمائي:
وَ مَنۡ یَّتَّقِ اللّٰہَ یَجۡعَلۡ لَّہٗ مَخۡرَجًا ۙ(۲) (پارہ:28، سورۂ طلاق:2)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالاِيمان : او څوک چې د الله نه اُويَريږي الله به د هغه د پاره د خلاصي لار راوباسي.
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا د نيکو اعمالو اهمه او بنيادي فائده ده چې څوک نيک اعمال کوي، الله پاک په سخت وخت کښې د هغه د پاره آسانئ پيدا کوي او په داسې وخت کښې چې کله انسان ته د خلاصي څه لار نه ښکاري، الله پاک هغه وخت د بنده د پاره لارې راوباسي.
د الله پاک خوږ او آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: صَنَائِعُ الْمَعْرُوْفِ