Book Name:Naik Amal Ke Dunyawi Faiday
بلکه د دې په برکت سره د هغه د آل، اَولاد هم د دې برکتونه نصيب کيږي.
په قرآنِ کريم کښې د حضرت موسیٰ او حضرت خضر عَلَیْهِما السَّلَام واقعه موجود ده، حضرت موسیٰ او حضرت خضر عَلَیْهِما السَّلَام په يو کلي تيريدل، حضرت خضر عَلَیْهِ السَّلَام يو دِيوال اوليدو کوم چې راپريوتو ته نزدې وو، هغوئي هغه دِيوال صحيح کړو. حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام چې کله د دې د حکمت په باره کښې پوښتنه اوکړه نو اوئې فرمائيل:
وَ اَمَّا الۡجِدَارُ فَکَانَ لِغُلٰمَیۡنِ یَتِیۡمَیۡنِ فِی الۡمَدِیۡنَۃِ وَ کَانَ تَحۡتَہٗ کَنۡزٌ لَّہُمَا وَ کَانَ اَبُوۡہُمَا صَالِحًا ۚ فَاَرَادَ رَبُّکَ اَنۡ یَّبۡلُغَاۤ اَشُدَّہُمَا وَ یَسۡتَخۡرِجَا کَنۡزَہُمَا ۖ رَحۡمَۃً مِّنۡ رَّبِّکَ ۚ (پارہ:16، سورۂ کہف:82)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالاِ يمان : پاتې شو هغه ديوال هغه د ښار د دوؤ يتيمانو هلکانو وو او د هغې نه لاندې د هغوئي خزانه وه او د هغوئي پلار نيک انسان وو نو ستاسو رَبّ اوغوښتل چې هغه دواړه خپلې ځوانئ ته اورسي او خپله خزانه را اوباسي ستاسو د رَبّ په رحمت سره.
اَللهُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اندازه اولګوئ! څومره کرم دے، يو دِيوال دے، د هغې نه لاندې د يتيمانو ماشومانو خزانه خښه ده، الله پاک خپل نبي حضرت خضر عَلَیْهِ السَّلَام را اوليږو چې دا ديوال صحيح کړي د پاره د دې چې د ماشومانو خزانے ته نقصان اونه رسي، په هغوئي باندې دا کرم ولې اوشو؟ ځکه چې
وَ کَانَ اَبُوۡہُمَا صَالِحًا ۚ (پارہ:16، سورۂ کہف:82)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالاِ يمان : د هغوئي پلار نيک انسان وو.
علمائے کرام فرمائي: د هغه نيک کَس نوم کاشِح وو او دا د هغه يتيمانانو