Book Name:Naik Amal Ke Dunyawi Faiday
دُعاګانې هم کړې وي. اِبنِ جُدعان اوښه صدقه کړه او کور ته واپس راغلو، ورځې تيريدلې، د سپرلي موسم ختم شو، د خزان موسم راغلے، د وَنو پاڼې اورژيدلې، ګرمي په ډيريدو شوه، په صحرا کښې د اوبو کمے راغلے، خلق د يو يو څاڅکي محتاج شول، په دې حالت کښې يوه ورځ اِبنِ جُدعان خپل ځامن د ځان سره کړل او د اوبو په لټون کښې اووتلو، چرته ډير لرې په زمکه کښې هغه يو غار اوليدو، اِبنِ جُدعان اندازه اولګوله چې خامخا به دلته اوبه وي، هغه خپل ځامن بهر اودرول او پخپله غار ته کوز شو، طمع خو ئې وه چې اوبه به ميلاويږي خو هلته اوبه نه وې بلکه ډَنډه وه، اِبنِ جُدعان په ډَنډه کښې اونختو، ځامن ئې بهر ولاړ وو او انتظار ئې کولو، چې ښه ډير وخت تير شو، اِبنِ جُدعان واپس رانغلے نو ځامنو ئې دا اوګڼله چې د هغوئي پلار اوس ژوندے نه دے پاتې، هغه دننه په غار کښې چرته انختے دے او مړ شوے دے.
ځامن ئې کور ته واپس راغلل، د پلار د جائيداد په تقسيمولو ئې لاس پورې کړو، په دغه وخت کښې دوئي ته ورياد شو چې اِبنِ جُدعان يوه اوښه ګاؤنډي له په تحفه کښې ورکړې وه، لالچيان ځامن د اوښې واپس اخستو د پاره د ګاؤنډي کور ته ورغلل، کله چې ګاؤنډي ټوله واقعه واوريدله نو اوښه ئې هغوئي ته حواله کړه او پخپله د خپل مُحسن په لټون کښې اووتلو، کله چې هغه ګاؤنډي هٰغه غار ته اورسيدو، چرته چې اِبنِ جُدعان ورَک شوے وو نو هغه د خپل مُحسِن د مرستې د پاره غار ته دننه ورکوز شو، دننه ډيره زياته تيارۀ وه، ډَنډه هم وه، بيا هم هغه مخ په وړاندې روان وو، ناڅاپه هغه ته د چا د ساګانو اِحساس اوشو، هغه چې په تياره کښې لاس اُووهل نو هغه څه انساني بدن وو، هغه اِبنِ جُدعان له آواز ورکړو، اِبنِ جُدعان لا تر اوسه ژوندے وو، ګاؤنډي د خپل مُحسن مدد اوکړو او هغه ئې د غار نه راويستو او کور ته ئې راوستو، کور ته چې راغلے نو هغه ترينه پوښتنه اوکړه: اے اِبنِ جُدعان! تۀ هلته په غار کښې تقريباً يوه هفته بند