Share this link via
Personality Websites!
چې په کال کښې يو ځل يا دوه ځله ميوه کوي خو کلمۀ طيبه هغه پاکه کلمه ده چې خپلو لوستونکو ته هر وخت تازه ميوه ورکوي، د کلمې طيبې په برکت سره هره لحظه مسلمان ته تازګي ميلاؤيږي، هره لحظه د هغه ايمان په ځائے وي، د دې په برکت سره هره لحظه انسان د الله پاک د رحمتونو حق دار جوړيږي۔
په 16 سيپاره، سورۀ مريم، آيت: 87 کښې الله پاک فرمائي:
لَا یَمۡلِکُوۡنَ الشَّفَاعَۃَ اِلَّا مَنِ اتَّخَذَ عِنۡدَ الرَّحۡمٰنِ عَہۡدًا (ۘ۸۷) (پارہ:16 ، سورۂ مریَم:87)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالعرفان: خلق د شفاعت مالکان نه دي مګر هُم هغه چا چې د رحمٰن له طرفه وعده اخستې ده (87)
په دې آيت مبارک کښې اوفرمائيلے شول: څوک هم د شفاعت مالک نشته، نه به څوک د قيامت په ورځ شفاعت کوي، نه به د چا شفاعت کولے شي، آؤ! څوک شته چې شفاعت به کوي او د هغه شفاعت به هم کولے شي او هغه څوک دے ؟ هغه هٰغه خوش قِسمته دے د کوم چې د رَبِّ رحمان سره وعده ده۔ صحابئ رسول، سُلطَانُ المُفَسِّرين حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: په دې آيت مبارک کښې د وعدې نه مراد کلمۀ طيبه (يعنې د لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہُ مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ اﷲ) ګواهي ورکول دي۔ ([1])
معلومه شوه: چې کوم خوش قِسمته په دې دُنيا کښې په رښتوني زړه سره کلمه لولي، په دې باندې ايمان لري، د دې ګواهي ورکوي، که چرې هغه د دې ګواهئ سره، د دې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami