Book Name:Kalima Taiyiba Ki Barkat
سُنَّت د عمل کولو د جذبې لاندې د سحر لمانځه نه مخکښې کوڅه په کوڅه ګرځي او په چغه درود او سلام لولي او خلقو ته د بسترو پريښودو سره د سحر لمونځ کولو د پاره د تللو دعوت ورکوي۔ تاسو هم په دې ديني کار کښې برخه واخلئ، سحر وختي پاڅئ، که الله پاک مو نصيب کړي نو د تهجدو لمونځ کوئ، ذِکر او درود شريف لولئ، د سحر د لمانځه نه پس د مدني مرکز د ورکړے شوې طريقې مطابق خلق د سحر د لمانځه د پاره راپاڅوئ، د دې عمل په برکت سره به اِنْ شَآءَ اللُه الْکَرِیْم! ډير ثوابونه به په لاس درشي۔
په آخري وخت کښې ئې کلمه نصيب شوه
د پنجاب، اوکاړې ضلعې د ديپالپور ښار د يو اسلامي ورور بيان دے: زما ترۀ محمد رفيق عطاري د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمن نيولې وه او د شيخ طريقت، رهبرِ شريعت، اميرِ اهلِسنٓت دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه مُريد وو، خلق د سحر لمانځه د پاره راپاڅول د هغه معمول وو، سحر وختي به پاڅيدو او لرې لرې به تللو او مسلمانان به ئې د سحر د لمونځ د پاره راپاڅول، د دې عادت په وجه په ټول ديپالپور کښې مشهور وو، يو ځل د فيصل آباد نه واپس کور ته راتللو، چې د ماسخوتن د لمانځه وخت شو نو ګاډے ئې اودرولو او لمونځ ئې ادا کړو او بيا په سفر روان شو، ګاډے تيز روان وو، چې ناڅاپه محمد رفيق عطاري په تيزه تيزه کلمه اووئيله او اوئې فرمائيل: ټول کلمه اووائيئ، ټولو کلمه اووئيله، لږ وخت پس ګاډي يوه ناڅاپي تيزه جټکه اوخوړله او ګاډے کندې ته پريوتو، ټول خلق معمولي زخميان شول خو محمد رفيق عطاري ډير زخمي شو، د سخت