Book Name:Kalima Taiyiba Ki Barkat
اے عاشقانِ رَسُول! کلمۀ طيبه ډيره طاقتوره وظيفه ده، په حديثِ پاک کښې دې ته افضل ذِکر فرمائيلے شوے دے، هم دا رنګه رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: اَفْضَلُ الذِّكْرِ:لَا اِلٰهَ اِلَّا اللہُ وَ اَفْضَلُ الدُّعَاءِ: اَلْحَمْدُ لِلَّهِ يعنې د ټولو نه افضل ذِکر کلمۀ طيبه لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہُ ده او د ټولو نه افضل دُعا: اَلْحَمْدُ لِلہِ ده۔ ([1])
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک په وضاحت کښې فرمائي: د لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہُ نه مُراد پوره کلمه شريف ده يعنې د مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ اﷲ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره، ګنې نو لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہُ خو ډير مُوَحِّد کافِران بلکې ابليس هم لولي، هغه مُشرِک نه مُوَحِّد دے۔ په کوم څيز چې مؤمن جوړيږي هغه مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ ﷲ ده، د کلمې مبارکې سره د کُفر ګند لرې کيږي، د دې لوستلو سره کافِر مؤمن جوړيږي، د دې سره د زړه نه زنګ لرې کيږي، د دې سره غفلت ځي، په زړه کښې بيداري راځي، دا د الله پاک د حمد او د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نعت مجموعه ده ځکه دا افضل ذِکر شو۔ صوفيائے کرام فرمائي چې د زړه د صفائيئ د پاره کلمۀ طيبه ډيره ګټه وره ده۔ ([2])
کلمۀ طيبه د الله پاک بارګاه ته رسي
د صحابئ رسول حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: کله چې بنده وائي: لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہُ نو دا مبارکه کلمه د هغه په خُله باندې د ادا