Shair e Khuda Ka Zuhad

Book Name:Shair e Khuda Ka Zuhad

ملاقات د پاره راتللو او په خبرو خبرو کښې به ئې د خپلې غريبئ او تنګ دستئ شکايت هم کولو. يوه ورځ چې هغه سيِّد صاحب تشريف راوړو نو ډير پريشانه وو.

 د سيّدي اعلٰی حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَـيْه د پوهه کولو انداز صد مرحبا...!! هغوئي په کمال حِکمت سره سَيِّد صاحب پوهه کړو او اوئې فرمائيل: ځويه! دا ارشاد اوفرمائې چې کومې ښځې له پلار طلاق ورکړے وي، هغه د ځوي د پاره حلاليدے شي؟ سَيِّد صاحب اوفرمائيل: نه. په دې باندې اعلٰی حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَـيْه اوفرمائيل: يو ځل ستاسو جَدِّ اعلٰی د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علـي المُرتضیٰ، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په تنهائې (ځانله ځائے) کښې په خپل مخ مبارک باندې لاس راښکل او اوئې فرمائيل: اے دُنيا! بل چا له دوکه ورکړه، ما تا له داسې طلاق درکړو په کوم کښې چې چرې هم رَجعت (يعني د بيا صلح كولو لاره) نشته. بيا هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَـيْه اوفرمائيل: شهزادۀ حُضُور! آيا د دې قول نه پس هم د ساداتِ کرامو په غريبئ او تنګ دستئ کښې مبتلا کيدل د حيرانتيا خبره ده؟ سيّد صاحب اووئيل: وَاللہ (په الله مې دې قسم وي)! ستاسو دې خبرو زما زړه ته سکون راکړو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دې نه پس شهزاده چرې هم د خپلې غريبئ ګيله اونکړله.[1]

حِرْصِ دُنیا نکال دے دِل سے         بس رہوں طالِبِ رِضا یارَبّ!

ہائے حُسْنِ عَمَل نہیں پلّے                                  حشر میں میرا ہو گا کیا یارَبّ!

خوف دوزخ کا آہ! رحمت ہو                               خاکِ طیبہ کا واسطہ یارَبّ!

دِل کا اُجْڑا چمن ہو پھر آباد                                     کوئی     ایسی     ہَوَا     چلا    یارَبّ![2]

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد


 

 



[1]... ملفوظاتِ اعلیٰ حضرت، صفحہ:127 بتغیر .

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:80-81 ملتقطاً .