Book Name:Shair e Khuda Ka Zuhad
د حضرت نَوف بِکَالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَـيْه نه روايت دے چې يوه ورځ اَمِيرُ المُؤمِنِين مولا مشکل کُشا حضرت علـي المرتضی رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بهر را اووتلو او ستورو ته ئې کتل بيا ئې اوفرمائيل: اے نَوف! اوده ئې که ويخ ئې؟ ما عرض اوکړو: يَا اَمِيرُ المُؤمِنِين! ويخ يم. اوئې فرمائيل: اے نَوف! په دُنيا کښې د زُهد اختيارونکي او په آخِرت کښې د رغبت ساتونکي د پاره زيرے دے. دغه هٰغه خلق دي کومو چې (د اوسيدو د پاره د اوچتو ودانو [كورونو] جوړولو په ځائے خالي) زمکه اختيار کړه، د دې خاوره ئې خپله بستره جوړه کړه او د دې اوبه ئې خوشبو تَصَوُّر کړه، د قرآنِ کريم تلاوت او دُعا ئې خپله پيژندګلو او نښه جوړه کړه، د دُنيا نه ئې د حضرت عيسٰی رُوح اللہ عَلَیْهِ السَّلَام په شان ډډه اختيار کړه.[1]
د اَمِيرُ المُؤمِنِين حضرت علـي المُرتضٰی رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې رسولُ الله صَلَّى اللهُ علـيهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: کوم کَس چې په دُنيا کښې زُهد اختيار کړي الله پاک هغه له عِلم لدُني ورکوي او بغير د څه واسطې نه ورته هدايت عطا کوي، نورِ بصيرت ورته عطا کوي او د ضلالت او ګمراهئ نه ئې بچ کوي. [2]
اے علـي! تۀ به هٰغه وخت څه کوې...!!
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږ چې کله د زُهد او تقویٰ، د دُنيا سره د رغبت نه لرلو وغيره بيان اورو نو شيطان په زړه کښې وسوسه اچوي چې اوس هغه حالات نه دي، دُنيا