Shair e Khuda Ka Zuhad

Book Name:Shair e Khuda Ka Zuhad

زُهد څومره ښکلے شان دے...!! هغوئي اَمِيرُ المُؤمِنِين وو، خَلِيفَةُ المُسلِمِين وو، تاج او تخت د هغوئي وو، که هغوئي غوښتلے نو د عيش و عِشرت نه ډک ژوند ئې تيرولے شو خو هغوئي د زُهد او تقویٰ والا، د صبر او قناعت والا ژوند تيرول خوښ کړو. حضرت سُويد بن غَفله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې زه د اَمِيرُ المُؤمِنِين حضرت مولائے کائنات، علـي المُرتضٰی شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په خِدمت کښې په دَارُ الاَمارة کوفه کښې حاضِر شوم. د هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مخې ته د وربشو ډوډئ او د پئيو يوه پياله کيښودے شوې وه، ډوډئ وچه او دومره سخته وه چې کله به ئې په خپلو لاسونو او کله به ئې په خپلو زنګونانو باندې کيښوده او نيموله به ئې. دا چې مې اوليدل نو ما د هغوئې رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وينزې فِضّه رَضِىَ اللهُ عَـنْها ته اووئيل، ستاسو په دوئي زړه نه خوږيږي؟ اوګورئ په ډوډئ پسې بوس نښتي دي، د دوئي د پاره وربشې چڼوئ او نرمه ډوډئ ورله پخوئ. د پاره د دې چې په ماتولو کښې خواري نه وي. فِضّه رَضِىَ اللهُ عَـنْها جواب راکړو: اَمِيرُ المُؤمِنِين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ زمونږ نه وعده اخستې ده چې د دوئي د پاره به چرې هم وربشې د چڼولو سره نه پخوؤ. په دې کښې اَمِيرُ المُؤمِنِين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ زما طرف ته متوجه شو او اوئې فرمائيل: اے ابنِ غَفله! تاسو دې وينزې ته څه فرمائې؟ ما چې څه وئيلي وو هغه مې عرض کړل او خواست مې اوکړو: چې يَا اَمِيرُ المُؤمِنِين! تاسو په خپل ځان باندې رحم اوکړئ او دومره خواري مه کوئ. نو هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: اے ابنِ غَفله! د دواړو جهانونو سردار، مکي مدني سرکار، محبوبِ پروردګار صَلَّى اللهُ علـيهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د هغوئي بال بچ چرې هم درے ورځې پوره د غنمو ډوډئ په مړه خيټه نه ده خوړلې او نه د هغوئي صَلَّى اللهُ علـيهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره چرې وړه چڼ کړے شول او پاخه کړے شول. يو ځل په مدينه منوره کښې لوږې ډير زيات تنګ کړو نو زه د مزدورئ د پاره اووتم، اومې کتل چې يوه زنانه لوټې راجمع کوي او هغه لمْدول غواړي ما د هغې سره د ډول په سر يوه کجوره اجرت کيښودو او شپاړس ډوله مې واچول او هغه