Share this link via
Personality Websites!
ادب نه دے ګنې چې مونږه اووايو چې تاسو په خپلو غلامانو باندې عاشق ئې.
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
په حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیّات د اعمالو دار و مدار په نيتونو باندې دے.[1]
اے عاشقانِ رَسُول! ښه نيت بنده جنّت ته رَسَوي، د بيان اوريدلو نه مخكښې څه ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * عِلمِ دِين به زده کووم * د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * نصيحت به حاصلووم * د اَحمَدِ مجتبٰی، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاک نوم چې واورم نو درودِ پاک به لولم.
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
د ړوند، برګي مرض والا او ګنجي امتحان
په يو اوګږد حديثِ پاک کښې د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بني اسرائيلو د 3 کَسانو واقعه بيان کړله، ډيره عبرتناکه او د سبق نه ډکه واقعه ده، زه ئې تاسو ته په خپلو لفظونو کښې خلاصةً بيانووم. په بني اسرائيلو کښې 3 کَسان وو، په هغوئي کښې يو د برګي (يعنې په بدن باندې د سپينو چاپونو نښو والا) مريض وو، دويم ګنجے وو او دريم ړوند وو. قدرت ته د هغوئي امتحان منظور وو، هم دغسې الله پاک د هغوئي د ازميښت د پاره يوه فرښته د انسان په شکل کښې را اوليږله. اوس هغه فرښته وړومبے د برګي مرض والا خوا له راغله او پوښتنه ئې اوکړه: ستا د ټولو نه زيات کوم څيز خوښ دے؟
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami