Share this link via
Personality Websites!
الدَّهر وو يعنې ټول کال به ئې نفلې روژې نيولې، البته که څوک ميلمه به راغے نو روژه به ئې نه نيوله او فرمائيل به ئې: د مسلمانانو ورونړو مُوافِقَت [يعنې طبيعت لګيدل] هم د روژې نه کم نه دے (يعنې د ميلمه د ميلمستيا د پاره د روژې پريښودلو سره به، د هغه سره خوراک کووم، د دې سره به د ميلمه زړه خوشحاله شي او د ميلمه زړه خوشحالول هم لوئے عبادت دے).[1]
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به نفلي روژې نيولې، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د رَجَبُ المُرَجَّب مياشت ده، شَعبَانُ المُعَظَّم راتلونکې ده، دا ورځې لکه چې د نفلي روژو د سپرلي موسم دے، په دې مياشتو کښې په خصوصيت سره د نفلي روژو فضيلتونه دي:
د جنّتي صحابي حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د الله پاک آخري نبي، مکي مدني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: په جنّت کښې يو نهر دے، کوم ته چې رَجَب وئيلے شي، د دې نهر اوبه د پئيو نه زياتې سپينې او د شهدو [يعني ګبين] نه زياتې خوږې دي، څوک چې د رَجَب شريف يوه روژه اونيسي، الله پاک به په هغه باندې د دې نهر نه څکي.[2]
د سُلطانُ المُفَسِّرِين، حضرت عبد الله بن عبَّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې خوږ آقا، مكي مَدَني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د رَجَب
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami