Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

کارونو کښې هم پوره برخه واخلئ، اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د دين او دنيا بے شميره خيرونه به مو نصيب شي۔ په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار علاقائي دوره هم دے۔ راځئ! د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے اورو!   

غير مسلمه مسلمان شو

د پاکستان د پنجاب صوبې د دعوتِ اسلامي د يو مبلغ بيان دے، يوه ورځ زمونږ ځائے ته د کراچئ نه مدني قافلې تشريف راوړو، د مدني قافلې والوؤ سره په شريکه زما هم په علاقائي دوره کښې د شرکت کولو شَرف نصيب شو، مونږه د يو دَرزي د دُکان نه بهر خلق راجمع کړل او د نيکئ دعوت مو ورکولو، کله چې بيان ختم شو نو د دغه دُکان يو ځلمي ملازم اووئيل: زه غير مسلمه يم۔ ستاسو د حضراتو د نيکئ دعوت زما په زړه ډير غټ اثر کړے دے، مهرباني اوکړئ ما په اسلام کښې داخل کړئ۔ بيا اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! هغه کلمه اووئيله او مسلمان شو۔

مقبول جہاں بھر میں، ہو دعوتِ اسلامی                                                 صدقہ تجھے اے رَبِّ غفّار! مدینے کا

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د کفن دفن ايپلي کيشن

اے عاشقانِ رَسُول! اوسنے دور د ټيکنالوجئ دور دے، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي د سمارټ فون (Smartphone) په ذريعه هم د عِلمِ دين عام کولو کوشش کوي۔ دې لړ کښې د دعوتِ اسلامي د آئي ټي I.T ډيپارټمنټ د طرف نه