Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

    (2): د قرآن تلاوت

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د زړه د زنګ لرې کولو والا دويم نيک عمل دے: د قرآنِ کريم تلاوت۔ په قرآنِ کريم کښې د غور او فِکر کولو سره، په پوره توجو سره، د تِلاوت د ظاهري او باطِني آدابو د خيال ساتلو سره دې تلاوت اوکړے شي، تلاوت کوونکے دې د تلاوت کولو په وخت دا خيال راولي چې د قرآنِ کريم نُورانِيّت زما زړه ته ننوځي او زما د زړه زنګ لرې کوي، که چرې کوم کَس د دې ښکلو خيالونو سره، د تلاوت د آدابو خيال ساتي او قرآن کريم لولي نو اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د هغه د زړه نه به زنګ ډير په تُندئ سره لرې کيږي۔

الله پاک دې مونږ ته د زيات تِلاوت کولو توفيق راکړي۔ راځئ! د قرآنِ پاک د تلاوت فضيلتونه اورو:

د قيامت په ورځ په تلاوت کوونکي باندې کرم

د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: کوم بنده چې په ورځ او شپه کښې د قرآنِ کريم تلاوت کوي، د قرآنِ کريم حلال، حلال او حرام، حرام ګنړي، الله پاک فرښتې د هغه ملګرې جوړوي۔ چې کله به د قيامت ورځ وي، قرآنِ کريم به د دې بنده د پاره د الله پاک په بارګاه کښې دليلونه ورکوي، قرآن به وائي: اے کريم رَبَّ! هر کَس به په دُنيا کښې د خپل کار اُجرت [مزدوري] اخستو خو فلانکي کَس به په ورځ او شپه کښې زما تلاوت کولو، زما حلال به ئې حلال او حرام به ئې حرام ګنړل، يَا رَبَّ! نن ده له اجر ورکړه۔ د قرآنِ کريم په عرض باندې به دې بنده ته شاهي تاج او د