Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

اے عاشقانِ رَسُول! دا دے ذِکر او دا دے غفلت۔۔۔!! ذِکر کوونکے په حقيقت کښې ژوندے دے ولې غافِل داسې دے لکه د مړي په شان۔

مِرے دل سے دنیا کی چاہت مٹا کر                               کر اُلفت میں اپنی فنا یاالٰہی!

عبادت میں   گزرے مِری زندگانی                                 کرم    ہو   کرم    یاخدا!    یاالٰہی!([1])

د الله د ذِکر مختلف شکلونه

کاش! چې مونږ هره لحظه د الله پاک په ذِکر کولو کښې تيروونکي جوړ شو۔ د الله پاک د ذِکر ډير شکلونه دي * مثلاً د قرآنِ کريم تلاوت کول هم ذِکر دے * د الله پاک خواږه خواږه نومونه په خپله ژبه ادا کول * الله الله وئيل * د يَا رحمانُ، يَا رَحمانُ تسبيح کول * يا غفّارُ، يا غفّارُ، يَا سَمِيعُ، يَا سَمِيعُ وئيل، دا ټول د الله پاک ذِکر دے * داسې د الله پاک په نعمتونو کښې غور او فِکر کول هم ذِکر دے * الله پاک دُنيا جوړه کړه، د دې دنيا عجائباتو ته کتل * د دې په ذريعه د الله پاک د شان او عظمت او د قُدرت په باره کښې غور کول، دا د سترګو ذِکر دے * د الله پاک ذِکر اوريدل دا د غوږونو ذِکر دے * د زړه نه د الله پاک په ياد کښې مصروفه اوسيدل د زړه ذِکر دے * د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت وئيل، اوريدل هم ذِکر دے * د الله پاک د خوښو بنده ګانو خبرې کول * د هغوئي ذِکرِ خير اوريدل * د هغوئي سيرت لوستل دا هم ذِکر دے۔ حکيم الاُمَّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د الله ذِکر بالواسطه هم کيږي او بِلا واسطه هم، د الله پاک د ذات او صِفتونو تذکِره يا د دې سوچ کول بِلا واسطه د الله ذِکر دے، د هغه د محبوبانو د مينې خبرې کول بِالواسطه د الله ذِکر دے،


 

 



[1]...وسائلِ بخشش، صفحہ:105۔