Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

انسان د الله د ذِکرنه غافل کيږي نو شيطان د هغه زړه لمړئ جوړوي (يعنې وسوسې پکښې) اچوي دغه د خنّاس (يعنې د شيطان) وسوسې دي۔ ([1])

په سرونو باندې ئې تور کارغان ناست وو

نقل دي، يو مسلمان پيرے د حضرت امام ابو القاسِم قشيري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دوست وو، يوه ورځ دا دواړه په جُمات کښې ناست وو او خلق هم موجود وو، مسلمان پيري اووئيل: تاسو ته څه په نظر راځي؟ امام قشيري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: آؤ! دا خلق ناست دي، ماته ښکاري۔ پيري اووئيل: د دې نه علاوه درته څه په نظر نه راځي؟ اوئې فرمائيل۔ نه۔ اوس مسلمان پيري د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په سترګو باندې لاسونه کيښودل، بيا ئې لرې کړل او اوئې وئيل: اوس اوګورئ! امام ابو القاسِم قشيري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  چې خلقو ته اوکتل نو څه ګوري چې د خلقو په سرونو باندې تور کارغان ناست دي، د دې کارغانو ويښته اوږده اوږده دي او دې ويښتو د چا مخونه پټ کړي دي، د چا د سترګو پورې دي، د چا د تندي پورې دي۔ امام قشيري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې دا عجيبه نظاره اوليدله نو په حيرانتيا سره ئې پوښتنه اوکړه: دا څه معامله ده؟ د هغوئي دوست پيري دغه آيت تلاوت کړو:

وَ مَنۡ یَّعۡشُ عَنۡ ذِکۡرِ الرَّحۡمٰنِ نُقَیِّضۡ لَہٗ  شَیۡطٰنًا  فَہُوَ  لَہٗ  قَرِیۡنٌ (۳۶)  (پارہ:25، سورۂ زُخرف:36)

ترجَمۀ کنزُ العرفان:  او څوک چې د رحمان د ذِکر نه مخ واړوي نو مونږ په هغه باندې يو شيطان مقرر کړو نو هغه د هغه سره اوسيږي۔


 

 



[1]...مسندِ ابی یعلیٰ، جلد:3، صفحہ:376، حدیث:4301۔