Book Name:Shan e Iman e Siddique
ځکه) صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان په حيرانتيا سره اووئيل: سُبْحٰنَ اللہ! آيا غوا هم خبرې کوي؟ خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان د دې حيرانتيا په باره کښې اوفرمائيل: فَاِنِّیْ اُوْمِنُ بِہٰذَا، اَنَا وَ اَبُوْبَکْرٍ وَ عُمَر (يعني غوا خبرې نه کوي خو که چرې الله پاک اوغواړي نو غوا له هم د خبرو کولو طاقت ورکولے شي او) په دې خبره باندې ما هم ايمان راوړو، ابو بکر هم ايمان راوړو او عمرِ فاروق هم د دې تَصدِيق اوکړو۔
بيا خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يوه بله واقعه بيان کړله، اوئې فرمائيل: يو شپونکي خپلې چيلئ [بيزې] ساتلې، ناڅاپه يو شرمخ په چيلو باندې حمله اوکړه او يوه چيلئ ئې د نيولو سره يوړله، شپونکي په هغه شرمخ پسې منډې کړې او آخِر ئې د هغه نه چيلئ [بيزه] راخلاصه کړه، کله چې هغه د شرمخ نه چيلئ په زوره واخِستله نو شرمخ د شپونکي طرف ته توجو اوکړه او اوئې وئيل: اے شپونکيه! لږ اووايه! کله چې د ماتوونکو ځناورو ورځ راشي، هغه ورځ به د دې چيلو حفاظت څوک کوي۔۔۔؟ په دې باندې هم صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان په حيرانتيا سره اووئيل: سُبْحٰنَ اللہ! آيا شرمخ هم خبرې کوي؟ خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا هم هاغه جواب ورکړلو، اوئې فرمائيل: فَاِنِّیْ اُوْمِنُ بِہٰذَا، اَنَا وَ اَبُوْبَکْرٍ وَ عُمَر (يعني شرمخ خبرې نه کوي خو که چرې الله پاک اوغواړي نو شرمخ له هم د خبرو کولو طاقت ورکولے شي او) په دې خبره باندې ما هم ايمان راوړو، ابو بکر هم ايمان راوړو او عمرِ فاروق هم د دې تَصدِيق اوکړو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا دے د صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ايمان او د فاروق