Book Name:Shan e Iman e Siddique
دي او وائي، دويم کَس خپله تجربه وائي، د دواڼو په ځان اعتمادئ کښې، د دواڼو په رښتياؤ کښې به ډير فرق وي۔
قربان شم! زمونږه د آقا او مولیٰ، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صِرف د فرمان دا حالت دے چې کومه خبره د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خُلې مبارکې نه ووځي، هغه د کاڼي کرښه وي، دُنيا بے ځايه کيدے شي، زمکه بره، آسمان ښکته کيدے شي خو د مُحَمَّدٌ رَّسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان نشي بدليدے، بلکه زمونږه د آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان خو دا دے چې
تمہارے مُنہ سے جو نکلی وہ بات ہو کے رہی جو دِن کو کہہ دیا شب تو رات ہو کے رہی
اے عاشقانِ رَسُول! اوس اندازه اولګوئ! د چا د فرمانِ عاليشان چې دا حالت وي په کوم کښې چې د شک او شُبې يو فيصد ګنجائش هم نه وي، د هغه د تجربې حالت به څه وي۔
اوس واورئ! زمونږه خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ
وَسَلَّم چې څه
اوفرمائيل:
لَوْ وُزِنَ اِیْمَان اَبِیْ بَکْرٍ مَعَ اِیْمَانِ اَہْلِ الْاَرْضِ
لَرَجَحَ (که چرې د ابو بکر ايمان د ټولې زمکې والوؤ د
ايمان سره اوتللے شي نو د ابو بکر ايمان به دروند وي)۔ ([1]) دا خبره رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صِرف د خپل عِلم
نه اونکړه، باقاعده د دې تجربه ئې هم کړې ده، آؤ جي! حديثِ پاک واورئ! د الله پاک
آخري نبي، رسولِ هاشمي، مکي مدني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ما
اوليدل چې زه جنّت ته ننوتے يم، بيا يوه تَله راوړے شوه، د هغې په يو چابړي کښې زه
کيښنولے شوم، په بَل چابړي کښې ټول اُمَّت کيښنولے شو نو زما وزن د ټول اُمَّت نه
زيات وو، بيا په يو چابړي کښې ټول اُمَّت کيښودے شو، په