Share this link via
Personality Websites!
سورۀ فرقان دا آيت شريف نازِل شو:
وَ یَوۡمَ یَعَضُّ الظَّالِمُ عَلٰی یَدَیۡہِ یَقُوۡلُ یٰلَیۡتَنِی اتَّخَذۡتُ مَعَ الرَّسُوۡلِ سَبِیۡلًا (۲۷) یٰوَیۡلَتٰی لَیۡتَنِیۡ لَمۡ اَتَّخِذۡ فُلَانًا خَلِیۡلًا (۲۸) لَقَدۡ اَضَلَّنِیۡ عَنِ الذِّکۡرِ بَعۡدَ اِذۡ جَآءَنِیۡ ؕ وَ کَانَ الشَّیۡطٰنُ لِلۡاِنۡسَانِ خَذُوۡلًا (۲۹) (پارہ:19،سورۂ فرقان:27 تا 29)
ترجَمۀ کنزُ العرفان: او په کومه ورځ چې به ظالم خپل لاسونه چيچي، وائي به: اے کاش چې ما د رسول سره لاره اختيار کړے وے۔ هئي زما بربادي! اے کاش چې ما فلانکے دوست نه وے جوړ کړے۔ بے شکه هغه ماته د نصيحت راتللو نه پس د هغې نه زه بے لارې کړم او شيطان انسان د مصيبت په وخت کښې بے مرستې پريښودو والا دے۔
انسان چې کله ډير آرمان او د پښيمانئ اظهار کوي يا ډيره غصه ورشي نو بعضې خلق غاښونه چيچي، بعضې په آرمان کښې هم په خپلو لاسونو باندې چَکونه لګوي، د قيامت په ورځ به د عُقبَه بن اِبي مُعِيط هم دا حالت وي، دا به په آرمان سره په خپلو لاسونو چَکونه لګوي ([1]) او وائي به: اے کاش! چې ما د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ملګرتيا کړے وے، کاش! چې د هغوئي په پيروئ کښې مې د جنت او نجات لاره اختيار کړے وے! هئ زما بربادي۔۔۔!! کاش! ما فلانکے (يعني اُبَي بن خَلف) دوست نه وے جوړ کړے۔ ([2])
اے عاشقانِ رَسُول! غور اوکړئ! عُقبَه بن اِبي مُعِيط به د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خِدمت کښې کښيناستو، د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هدايت نه ډَکې خبرې به ئې اوريدلې، هغه د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په وئيلو باندې کلمه هم وئيلې وه خو افسوس! خو د يو کافِر دوستئ هغه اوغولولو، دا د جنّت د لارې مسافر جوړ شوے وو خو غلطې دوستئ دا اوغولولو هغه له ئې بيرته د دوزخ طرف ته ديکه ورکړه۔ اوس چې مونږه د خپل ځان په باره کښې غور اوکړو، آه! * که چرې نن مونږه خراب خلق خپل دوستان جوړ کړل * څوک چې لمونځونه نه کوي * نيک کارونه نه کوي * د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نافرماني کوي * شراب څښي * جواري کوي * د سود لين دين کوي * د چرسو بهنګو وغيره نشه کوي * جنګ جګړې کولو والا * په فيشن پرستئ کښې آخِرت هيرولو والا * سرکشه او نافرمانه وي * مونږه که چرې داسې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami