Book Name:Akhirat Ki Fikar Karni Hai Zaror

هغه ميلاويږي۔([1])

ہائے حُسنِ عمل نہیں پلّے                                  حَشْر میں میرا ہو گا کیا یَارَبّ!

آہ! طُغیانیاں گناہوں کی                                     پار نیّا مِری لگا یارَبّ!

گرمی حَشْر، پیاس کی شِدَّت                                  جامِ کوثَر مجھے پِلا یارَبّ!

خوف دوزخ کا آہ! رحمت ہو                               خاکِ طیبہ کا واسطہ یارَبّ!

میرا نازُک بدن جہنّم سے                                     از طفیلِ رضا بچا یارَبّ!

کر دے جنّت میں تُو جَوار اُن کا                             اپنے  عطّار  کو  عطا  یارَبّ!([2])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

يا الله! په حشر کښې به زما څه کيږي

اے عاشقانِ رَسُول! واقعي ده چې حقيقت هم دغه دے۔ دا دنيا زمونږه مُستقل ځائے نه دے۔ دنيا د آخِرت پَټے دے۔ دلته چې مونږه څه کَرو، هغه به په آخِرت کښې ريبو۔ آه! ډير زر هم هغه وخت راتلونکے دے، چې کله به عزرائيل عَلَیْهِ السَّلَام  تشريف راوړي، که مونږه ډير تدبيرونه اوکړو، لاس خپې اووهو، څه هم اوکړو، هغه به زمونږه رُوح قبض کړي، آه! بيا به ډير زر مونږه تياره قبر ته کوزولے شي، نه څوک ملګرے، نه څوک حال پوښتنې والا۔۔۔!! په تَکه توره تياره قبر کښې به تر قيامته پورې يواځې اوسيدل وي، بيا د قيامت هغه وحشناکه نظاره۔۔۔!! د تانبې سرَه زمکه، اور وروونکے لمر، خلق به په خپلو خوَلو کښې ډوب وي، د تَندې نه به ژبه راوتلې وي او سينې ته به رارسي، زړه به خُلې له راځي، بيا به زمونږه عمل نامه مونږ له په لاسونو کښې راکړے شي، قهر ته به مخامخ يو، آه! هغه وخت چې مو څه کړي وي هغه ټول به مخامخ راشي۔

اے عاشقانِ رَسُول! لږ تصور خو اوکړئ! هغه وخت چې عمل نامه د نيکو نه خالي اووينو نو څومره آرمان به کوو۔۔۔!! بيا بيا به خيال راځي، هئي! هئي! ما خو ژوند په لوبو کښې تير کړو، د آخِرت د پاره خو مې هډو څه جمع نه کړل، زما سره خو صِرف د مال ګټلو فِکر وو، د نيکو کولو د پاره خو هډو وخت ميلاؤ نه شو، زما سره د ګاډو اخستو، د بنګلو د جوړولو خو غم وو، په جنَّت کښې د محل جوړولو خو مې هډو سوچ نه وو کړے، آه! په سوشل


 

 



[1]...سیرۃ عمر بن عبد العزیز لابن عبد الحکم،صفحہ:27۔

[2]...وسائلِ بخشش،صفحہ:79 تا 81 ملتقطًا۔