Book Name:Reham Dili Kesay Mili

چې د محبوبِ خُدا، د امامُ الانبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په لمن کښې پناه واخلي، هغه چرې هم نامُراده نه پاتې کيږي۔ د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورور مولانا حَسَن رضا خان صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره ښکلې خبره ليکي:

ڈھونڈا ہی کریں صَدْرِ  قیامت کے سپاہی        وہ کس کو مِلے جو تیرے دامن میں چھپا ہو

وضاحت: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! د قيامت په ورځ چې کوم خوش قِسمته ته ستا د رحمت په لمن، د شفاعت په لمن کښې پناه ميلاؤ شي، اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! هغه به جنّت ته ځي۔

اوښ هم په بارګاهِ رسالت کښې پناه اوغوښتله نو سُبْحٰنَ اللہ! د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رحمت ځانګړي شان ته اوګورئ! هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اوښ فرياد هم واوريدلو، هغه له ئې پناه هم ورکړله او هغه ئې واخِستو او آزاد ئې هم کړلو۔

خوږ آقا رَحْمَةٌ لِّلعَلَمِين دے

 په 17 سيپاره، سورۀ انبيا، آيت: 107 کښې الله پاک فرمائي:

وَ مَاۤ  اَرۡسَلۡنٰکَ اِلَّا رَحۡمَۃً لِّلۡعٰلَمِیۡنَ (۱۰۷)  (پارہ:17،سورۂ انبیاء:107)

ترجَمۀ کنزُ الايمان: او مونږه ته د ټول جهان د پاره رحمت اوليږلې۔

 په تفسير صراط الجنان کښې دي: تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نبيانو، رسولانو او فرښتو د پاره رحمت دے * په دين او دنيا کښې رحمت دے، د پيريانو او انسانانو د پاره رحمت دے * د مؤمِن او کافِر د پاره رحمت دے * د حيواناتو، نباتاتو او جماداتو (يعني د ساه نه لرونکو څيزونو) د پاره رحمت دے، غرض: په عالَم کښې چې څومره څيزونه دي، سيد المرسلين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه ټولو د پاره رحمت دے۔ ([1]) سُلطانُ المُفَسِرين، صحابئ رسول حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رحمت عام دے، د ايمان والوؤ د پاره هم او د هغه چا د پاره هم چا چې ايمان نه دے راوړے۔ د مؤمِن د پاره خو هغوئي
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دنيا او آخِرت دواړو کښې رحمت دے او چا چې ايمان نه دے راوړے د هغوئي د پاره هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دنيا کښې رحمت دے چې د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په برکت سره د هغوئي د دنيا عذاب وروستو کړے شو، د هغوئي نه په زمکه کښې د دننه کيدلو او د شکلونو ورانيدلو عذاب واخستے کړے


 

 



[1]...تفسیر صراط الجنان، پارہ :17، سورۂ انبیاء، تحت الآیۃ:107، جلد:6، صفحہ:386۔