Book Name:Reham Dili Kesay Mili

عرض ئې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دا زمونږه اوښ دے، د 3 ورځو راهسې مونږه د ده د رانيولو کوشش کوو خو دا په لاسو رانغلے، نن ستاسو په بارګاه کښې ميلاؤ شو۔ رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ده ستا ډير بد شکايتونه کړي دي۔ دا وائي چې ده په کلونو ستا خِدمت اوکړو، اوس چې کله دا بوډا شو نو ته دا ذبح کول غواړې۔ د اوښ مالِک اووئيل: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! اوښ رښتيا وائي۔ اوئې فرمائيل: آيا د نيک خدمت ګار دا جزا وي؟ بيا خوږ آقا، د مکې مدينې مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه نه اوښ په 100 درهمه واخستلو او اوښ ته ئې اوفرمائيل: زه۔۔۔ ته د الله پاک د رضا د پاره آزاد ئې۔ اوښ رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د هغوئي اُمَّت ته دعاګانې اوکړې او لاړلو۔ ([1])   

اپنے مولا کی ہے بس شانِ عظیم،                                                                                        جانور بھی کریں جن کی تعظیم

سنگ کرتے ہیں ادب سے تسلیم،                                                                                     پیڑ سجدے میں گِرا کرتے ہیں

ہاں یہیں کرتی ہیں چڑیاں فریاد،                                                      ہاں یہیں چاہتی ہے ہرنی داد

اسی در پر شترانِ ناشاد                                                                                              گلۂ رنج و عنا کرتے ہیں

وضاحت: زمونږه د آقا او مولیٰ، د مکې مدينې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ځانګړے شان دے، ځناور هم د هغوئي احترام کوي، کانړي په ادب سره هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته سلام کوي، وَنې د هغوئي په حُضور کښې په سجده پريوځي، آؤ! آؤ! دا هغه عظيمه بارګاه ده چرته چې مرغئ هم فرياد کوي، هوسئ د دې ځائے نه مدد غواړي او دا هغه د جهان د سلطان در دے چرته چې اوښ هم راشي او د درد او غم نه د خلاصي فرياد کوي۔

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

اے عاشقانِ رَسُول! زمونږه د خوږ آقا، د مکې مدينې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رحم او کرم هم څه ځانګړے شان دے۔ اوښ حلال ځناور دے او حلال ځناور ذبح کول، د هغه غوښه خوړل بالکل جائز کار دے، د رحمتونو والا نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله د رحمت نه په ډکو لاسونو باندې اوښان ذبح کړي دي خو دلته معامله څه بَله وه، هغه اوښ په کلونو د خپلو مالکانو خِدمت کړے وو، هغه ذبح کيدل نه غوښتل، د هغه خواهش وو چې ماته دې زما د خِدمت ښه بدله راکړے شي، ځکه هغه په بارګاهِ رسالت کښې پناه اوغوښتله او اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! څوک


 

 



[1]...الترغیب والترہیب، کتاب القضاء وغیرہ،ترغیب فی شفقۃ علی خلق اللہ، صفحہ:739، حدیث:24۔