Book Name:Reham Dili Kesay Mili

*  د ذِکر و اَذکار په برکتونو کښې يو دا هم دے چې د الله پاک د کوم نوم ذِکر چې زيات اوکړے شي، د هغه پاک نوم اثرات په طبيعت باندې پريوځي۔ ځکه د الله پاک د پاکو نومونو یارَحْمٰنُ، یَارَحِیْمُ ذِکر ډير زيات کوئ، اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! په زړه کښې به د رحم او شفقت جذبې زياتيږي * هم دغه شان د درودِ پاک په برکتونو کښې دا هم دي چې کوم بنده زيات درودِ پاک لولي، هغه ته د خوږ آقا، د مکې مدينې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صِفتونو فيضان ميلاويږي۔ ځکه درودِ پاک ډير زيات لولئ! اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د دواړو جهانونو د رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رحمت او شفقت فيضان به ميلاويږي * قبر او آخِرت هيرول د زړه د سختئ غټه او اهمه وجه ده۔ ځکه د رحم دِلئ د نعمت موندلو د پاره قبر او آخِرت يادوئ! هديرې ته تلل معمول جوړ کړئ، د هديرې والوؤ د پاره فاتحه شريف هم لولئ، ثواب هم وربخښئ، بيا لږ سعت کښينئ او د قبر، د هغه ځائے د ويرې، د قبر د تيرې، يواځې والي، وحشت، بيا د قيامت په ورځ د قبر نه پاڅيدل، د الله پاک په بارګاه کښې وړاندې کيدل وغيره، د دې ټولو معاملو په باره کښې غور کوئ۔ اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! زړه به مو نرم شي او رحم دِلي به مو نصيب شي * هم دغه شان د يتيمانانو په سر باندې لاس راښکل، د غريبانانو مدد کول، د بے وَسو ملاتړ جوړيدل هم رحم دِلي پيدا کوي۔ که چرې مونږه په زړه باندې بوج اوغورځوو او په نفسِ اَمَّاره باندې د خپو کيښودو سره د شفقت او رحم دِلئ څرګندونه اوکړو نو اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! په مزه مزه به په زړه کښې د رحم دِلئ جذبې کښيني او که رَبِّ کريم اوغوښتل نو رحم دِلي به زمونږه د طبيعت حِصَّه جوړه شي۔

 * د زړه سختي، د رحم دِلئ جذبې نه لرل، د دې يوه اهمه وجه بد صحبت هم دے۔ که د ظالِم طبيعت لرونکو سره کښينې نو زړه به سختيږي، ځکه د نيکانو، نرم زړه والا، رحم دِله خلقو صحبت خپل کړئ اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د رحم دِلئ نعمت به مو نصيب شي۔

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: نيک اَعمَال

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د فتنو نه په دې ډک دور کښې د عاشقانِ رسول ديني تحريک د دعوتِ اسلامي ديني ماحول د الله پاک لوئي نعمت دے، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! دعوتِ اسلامي نيک، لمونځ ګزاره جوړولو والا، په ټوله دنيا کښې د سُنَّتو خپرونکے ديني تحريک دے۔ تاسو هم د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمن اونيسئ، په 12 ديني کارونو کښې هم ښه پوره برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د دين او دنيا بے شميره خير به مو نصيب شي۔ په 12 ديني کارونو کښې