Share this link via
Personality Websites!
چې په لاره کښې ئې يو کاغذ اوليدلو په کوم چې بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم ليکلے شوې وه. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه کاغذ را اوچت کړو او عطر ئې واخستل او په بِسْمِ اللّٰہِ شريف والا کاغذ باندې ئې اولګول، بيا ئې هغه [كاغذ] په يو اوچت ځائے په اَدَب سره کيښودو. په هغه شپه يو بُزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خوب کښې واوريدل، څوک وائي: لاړ شه! بِشر ته اووايه تا زما نوم مُعَطَّره کړو، د هغه تعظيم دې اوکړو او هغه دې په اوچت ځائے باندې کيښودو، مونږ به هم تا پاک کړو. هغه بُزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په زړه کښې سوچ اوکړو چې بِشر خو شرابي دے. کيدے شي چې ما ته په خوب کښې غلط فهمي شوې وي. نو هغه اودس اوکړو، نفل ئې ادا کړل او بيا اوده شو. په دويم او دريم ځل ئې هم دغه خوب اوليدلو او دا ئې هم واوريدل چې زمونږه دا پيغام د بِشر د پاره دے، لاړ شه! هغه ته زمونږه پيغام اُورَسَوه! هم دغسې هغه بُزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حضرت بِشر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د لټولو د پاره اووتلو. هغوئي ته پته اولګيده چې هغه د شرابو په محفل کښې دے نو هغوئي هلته اورسيدل او بِشر ته ئې غږ اوکړو. خلقو اووئيل چې هغه خو په نشه کښې مست دے! هغوئي اووئيل، لاړ شئ او هغوئي ته په څه طريقه اووائې چې يو کَس ستا د پاره يو پيغام راوړے دے او بهر ولاړ دے، يو كس دننه لاړو او هغه ئې خبر کړو. حضرت بِشر حافي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: د هغه نه پوښتنه اوکړئ چې هغه د چا پيغام راوړے دے؟ بُزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami