Share this link via
Personality Websites!
دا غير اخلاقي حرکت اګرچه سخت غصې راوستو والا وو خو يو مبلغ په هر ځائے کښې په هر حال کښې هم مبلغ وي، هغوئي د خپل نفس په خاطِر غصه نه کوي بلکه په نرمئ او حکمتِ عملئ سره د نيکئ دعوت عام کوي. شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ هم دغه شان اوکړه، هغوئي د هغه شرارت کوونکي ځلمي خوا له تشريف يوړلو، سلام ئې اوکړو او ډير په نرمئ سره ئې اوفرمائيل: خوږه وروره! په ما باندې د پان راتوکلو سره تا ته څه ميلاؤ شو؟ شرارت کوونکي ځلمي د خندا په لهجه کښې اووئيل: بس مونږ له د موليانو تنګول خوند راکوي. د دې اوريدو سره اميرِ اهلِسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ خپله لمن خوره کړه او په سنجيدګئ سره ئې اوفرمائيل: که چرې ستاسو زړه په دې خوشحاليږي نو واخلئ! نور پان پرې هم اوتوکئ!
د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د نرمئ او د داسې شفقت نه د ډکې لهجې ليدلو سره د هغه شرارت کوونکو ځلمو سرونه د شرم نه ښکته شول، اوس هغوئي پوهه شو چې زمونږ نه غلطې شوې ده، نو هغوئي معافي اوغوښتله، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ مُسکے شو او اوئې فرمائيل: داسې به معافي نه ميلاويږي، دې د پاره به تاسو ته زما سره چائے څکل وي.
اللهُ اکبر! يو طرفته په بد اخلاقئ سره وړاندې راتلونکي شرارت کوونکي ځلمي او بل طرفته د با عَمَله مبلغ داسې نوازشات...!! داسې څوک دي چې د هغوئي زړه به په داسې شفقت باندې نه متاثره کيږي. هغه ځلمي د عطا ګانو د راوريدو ليدلو سره ډير متاثره شول، هغوئي د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د چائے څکلو دعوت قبول کړو،
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami