Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai
د زياتو خبرو نه ځان ساتئ، د زياتې خندا نه هم ځان ساتئ. ډيره د افسوس خبره ده چې زمونږ آقا و مولا مدني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: ډير مه خاندئ! ځکه چې زياته خندا زړه مړ (يعني سخت) کوي.[1] خو دلته خلق خندل او خندول فن ګنړي، په خندا، د خلقو په خندولو داد اخلي، نن سبا خو د انټرنيټ او سوشل ميډيا دور دے، خلق د خندا او د نورو د خندولو خبرو کولو سره، داسې فضول حرکتونه کوي او ويډيوګانې جوړوي او د Tik Tok [ټِک ټاک] وغيره په ذريعه د وائرل کولو سره ځان ډير غټ فنکار ګنړي. الله پاک دې مونږ ته هدايت نصيب کړي. زياته خندا او زيات خندول ښه خبره نه ده.
دغه شان د ډير زيات خوراک كولو سره هم زړه سختيږي، د امام احمد بن حنبل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه چا پوښتنه اوکړه: آيا داسې هم څوک شته چې په مړه خيټه خوراک کوي او د هغه زړه هم نرم وي؟ اوئې فرمائيل: ما نه دے ليدلے (يعني داسې نشي کيدے چې بنده په مړه خيټه خوراک اوکړي، او بيا هم د هغه زړه نرم پاتې شي).[2] او د زړه د سختئ د ټولو نه غټه وجه د ګناهونو زياتوالے دے، ځکه د ګناهونو نه هم هر وخت بچ کيدل پکار دي.