Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai

Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai

کتاب قرآنِ کريم نه منکر شول. د دې نه معلومه شوه چې د منصب او مرتبې طلب د انسان په زړه کښې د حسد پيدا کولو يو سبب دے او دا هم معلومه شوه چې حسد يو داسې خبيث مرض دے کوم چې انسان کفر ته هم رسولے شي.[1] د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې خوږ آقا مكي مدني مصطفٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د انسان په زړه کښې ايمان او حسد نشي جمع کيدے.[2]

ځکه چې کوم کَس د خپل زړه اِصلاح غواړي، هغه له پکار دي چې د حسد نه بچ شي، څه چې ورته الله پاک ورکړي دي، په هغې راضي اوسي، نورو ته چې كوم نعمتونه ورکړے شوي دي په هغې نظر نه ساتي، د لالچ او مال و دولت د محبت نه ځان بچ كوي او مرګ يادوي.

د حسد په باره کښې د نورو معلوماتو د پاره د مکتبةُ المَدینه  حسد“

نومې رساله واخلئ او اوئې لولئ، تاسو دا رساله د دعوتِ اسلامي د ويب سائټ www.dawateislami.net نه مفت ډاؤن لوډ کولے هم شئ اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د حسد د آفت نه به خلاصے بيامومئ او زړه به مو پاک شي.


 

 



[1]...تفسیر صراط الجنان، پارہ:1، سورۂ بقرہ، تحت الآیۃ:90، جلد:1، صفحہ:183۔

[2]...سنن نسائی، کتاب الجہاد، صفحہ:505، حدیث:3106۔