Book Name:Hum Nay Karbala Say Kia Seekha
کمې ساتي؟ سندرې باجې ښکاره غږيږي، موټر، بس وغيره چلوونکي په تيز آواز د سندرو غږولو سره ګناه هم کوي او د خپلو ګناهونو اعلان هم کوي. په کورونو کښې په تيز آواز سندرې باجې غږيږي، ښکاره فلمونه کتلے کيږي، ډرامې کتلے کيږي، چې چرته واده وي، نو بيا خو د ټولې محلے والا خوبونه حرام وي او پته نه لګي چې څنګه څنګه غټ غټ ګناهونه ښکاره كيږي.
د کربلا د واقعې سبق دا دے او اصل حُسيني کيدل دې ته وئيلے شي چې مونږه د ګناهونو نه بچ شو. الله پاک په قرآنِ پاک کښې ارشاد فرمائي:
وَ مَنۡ یُّشَاقِقِ الرَّسُوۡلَ مِنۡۢ بَعۡدِ مَا تَبَیَّنَ لَہُ الۡہُدٰی وَ یَتَّبِعۡ غَیۡرَ سَبِیۡلِ الۡمُؤۡمِنِیۡنَ نُوَلِّہٖ مَا تَوَلّٰی وَ نُصۡلِہٖ جَہَنَّمَ ؕ وَ سَآءَتۡ مَصِیۡرًا )۱۱۵ ( (پارہ:5،سورۂ نساء:115)
(مفهوم) ترجمۂ کَنْز العِرْفان: او څوک چې د دې نه پس چې د هغه د پاره هدايت بالکل واضحه شوے وي د رسول مخالفت اوکړي او د مسلمانانو د لارې نه په جدا لاره لاړ شي نو مونږه به هغه هم هلته روان کړو چرته چې هغه ځي او هغه به دوزخ ته داخل كړو او هغه د واپس کيدو څومره بد ځائے دے.
خوږ آقا، محمَّد مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اِنَّ اللّٰهَ فَرَضَ فَرَائِضَ فَلَا تُضَيِّعُوْهَا الله پاک څه فرائض مقرر کړي دي هغه مه ضائع کوئ،