Book Name:Hum Nay Karbala Say Kia Seekha
راکړو، اوئې وئيل: د دې ناول ليکوال د يورپ يو مُفَکِّر دے، په دويم عالمي جنګ کښې دا د يو فوځي په طور شريک شوے وو، د دويم عالمي جنګ نه پس چې په يورپ کښې کوم انقلاب راغے، يورپ چې کومه ترقي اوکړه، د دې انقلاب او ترقئ بنياد چې په کومو نظرياتو وو، هغه نظريات وړاندې کوونکو مُفَکِّرينو کښې يو مُفَکِّر د دې ناول ليکوال هم دے، ليکوال په دې ناول کښې په خپل خاص انداز کښې د کاميابئ اُصُول او د ناکامئ اسباب بيان کړي دي. بيا استاذ د هغه ناول په باره کښې ليکچر شروع کړو، مُصَنِّف وائي: که چرې مونږ ته د ژوند په سفر کښې کاميابيدل دي نو د دې د پاره د صبر او برداشت سخت ضرورت دے، مونږ ته د کاميابئ د پاره د برداشت قوت لرل پکار دے، د کاميابئ د پاره مونږه په نورو باور (يعني بروسه) نه شو کولے، مونږ له به په خپل ځان اعتماد کول وي خو د دې سره سره په ځان د زيات اعتماد کولو نه به هم ځان ساتل وي.
اسلامي ورور وائي: استاذ د ناول د قيصې نه ميلاؤيدونکي سبق په باره کښې بيان كولو او زما په ذهن کښې د کربلا واقعه روانه وه، څنګه چې استاذ خپل ليکچر ختم کړو نو ما بے ساخته اووئيل: سَر! دا هر څه خو مونږ ته کربلا هم راښائي، امامِ حُسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مونږ ته صرف صبر وئيلے نه دے بلکه (عملي طور ئې مونږ ته صبر) ښودلے دے، حِلم، صبر، قوتِ