Book Name:Hum Nay Karbala Say Kia Seekha
ته کيږي، اميرِ اهلِسنّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د دې په جواب کښې د کربلا خونى منظر بيان کړو او اوئې وئيل چې د کربلا شهيدانو د کربلا په ميدان کښې کوم ظُلم اوزغملو، کوم ظُلمونه پرې اوشو، دا ټول د نيکئ د دعوت ورکولو په وجه وو، ځکه چې کله هم د نيکئ د دعوت په لاره کښې رُكاوټونه رامخے ته کيږي نو په حضرت امام حُسين او د هغوئي په ملګرو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د يزيديانو له خوا شوي ظُلمونه په خيال کښې راولئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! هِمَّت او حوصله به نصيب کيږي او د نيکئ د دعوت عام کولو جذبه به هم ميلاويږي.
سُـبْحٰنَ اللّٰہ! د نيکئ دعوت عام کول د يو مسلمان د ژوند يوه اَهَمَّه حِصَّه ده، د کربلا د واقعې نه د نيکئ د دعوت ورکولو جذبه هم ميلاويږي او په دې لار کښې د راتلونکو خنډانو مخے ته د استقامت غر جوړيدو، د ظلم زياتي کولو يا د طعنو پيغورونو زهرژن غشي ويشتلو، د هغې هم په کلکه د مخامخ کيدو حوصله ميلاويږي. اميرِ اهلِسنّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه په خپلو اشعارو کښې څومره ښکلے نصيحت فرمائي:
رونا مصیبت کا مت رو تُو پیارے نبی کے دیوانے کرب و بلا والے شہزادوں پر بھی تُو نے دھیان کیا
پیارے مبلغ! معمولی سی مشکل پر گھبراتا ہے دیکھ حسین نے دین کی خاطر سارا گھر قربان کیا[1]