Book Name:ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai
وَ رِضْوَانٌ مِّنَ اللّٰهِ اَكْبَرُط (پارہ:10،سورۂ توبه:72)
ترجمۀ کنزُ العرفان: او د الله رضا د ټولو نه لوئي څيز دے۔
يعني د جنّت په نعمتونو کښې به د ټولو نه لوئي نعمت دا وي چې الله پاک به د جنتيانو نه رضا وي، چرې به ترې هم نه خفه کيږي۔([1])
خوږ نبي، مکي مدني مصطفٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: الله پاک به جنّت والؤ ته فرمائي: اے جنتيانو! آيا تاسو رضا شوئ؟ د جنت والا به عرض اوکړي: مولیٰ! ولې به نه يو رضا تا مونږ له هغه نعمتونه راکړل کوم مو چې چا له هم نه دي ورکړي۔ الله پاک به فرمائي: زه به د دې ټولو نه تاسو له ډير اعلیٰ نعمت درکړم، د جنت والا به عرض اوکړي: مولیٰ! د دې نه افضل کوم څيز کيدے شي؟ الله پاک به فرمائي: زه به ستاسو نه رضا يم او چرې به هم نه خفه کيږم۔([2])
معلومه شوه، چې د الله پاک رضا ميلاويدل دا د آخرت په انعامونو کښې د ټولو نه لوئي انعام دے او دا ميلاويږي څنګه؟ امامِ غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دا (د آخرت د ټولو نه د لوئي انعام) په شکل کښې ميلاويږي چې بنده دنيا کښې د الله پاک نه رضا وي۔
يو ځل بني اسرائيلو د حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلَام په خِدمت کښې عرض اوکړؤ: اے د الله پاک نبي عَلَیْهِ السَّلَام ! د الله پاک نه د داسې عمل په باره کښې پوښتنه اوکړئ چې