Book Name:Janwaron Par Reham Kijiye
ډيوائسز نه د ډاؤنلوډ کولو سره استعماليدے شي، دې ايپلي کيشن کښې * پوره قرآن کريم * د آقائے نعمت، امامِ اهلِسنت، شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلے شوے ترجمۀ کنز الايمان * د دورِ جديد د تقاضو مطابق ډيره آسانه ترجمه، ترجمۀ کنز العرفان او * آسان انداز کښې ليکلے شوے، د اُردو د ټولو نه ليټسټ تفسير، تفسيرِ صراط الجنان شامل دے.
تاسو چې چرته هم يئ، د دې ايپلي کيشن په مدد سره د قرآنِ مجيد په آسانه ترجمه او تفسير ځان پوهه کولے شئ او دې سره سره قرآني آيتونه، ترجمه او تفسير په واټس ايپ، فيس بُک وغيره خپلو ملګرو ته ليږلے هم شئ. دا ايپلي کيشن په خپل موبائل کښې انسټال کړئ، عِلمِ دين زده کړئ او نورو ته ئې اورسوئ او د نيکئ دعوت عام کولو ثواب اوګټئ.
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب بيانولو سعادت حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِی فَقَدْ اَحَبَّنِی وَمَنْ اَحَبَّنِی كَانَ مَعِیَ فِی الْجَنَّةِ ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي.‘‘ [1]