Share this link via
Personality Websites!
حضرت زيد بن ارقم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل صحابۀ کرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان په بارګاهِ رِسالت کښې عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دا قربانيانې څه دي؟ خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: سُنَّۃُ اَبِیْکُم اِبْرَاهِیْم يعني ستاسو د والِد ابراهيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام سُنّت دي. صحابۀ کرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان پوښتنه اوکړه: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دې کښې زمونږ د پاره څه دي؟ اوئې فرمائيل: بِکُلِّ شَعْرَۃٍ حَسَنَۃٌ يعني د قربانئ (د څاروي) د هر ويښته په بدل کښې ستاسو د پاره يوه نيکي ده.[1]
جو خُدا کے لئے قربانی کیا کرتے ہیں در اَصْل خلد کے حقدار ہُوا کرتے ہیں
د غټ اختر په ورځ د ټولو نه افضل عمل
حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غټ اختر په ورځ (يعني د ذُوْالْحِجَّۃِ الْحَرام په 10 تاريخ) اوفرمائيل: مَا عَمِلَ آدَمِـىٌّ فِـىْ هٰذَا الْیَوْمِ اَفْضَلُ مِنْ دَمٍ یُہْرَاقُ يعني په نن ورځ د انسان د پاره يو عمل د وينې توئيولو (يعني د قربانئ کولو) نه زيات فضيلت لرونکے نشته.[2] په يو حديث شريف کښې دي: يومُ النحر (يعني د غټ اختر په
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami