Share this link via
Personality Websites!
اے عاشقانِ رسول! د کانړي رانجو استعمالولو کښې څه باک نشته او تور رانجه يا کَاجَل بقصدِ زينت (يعني د ښکلا په نيت) د نارينؤ د پاره لګول مکروه دي او که چرې د ښکلا مقصد نه وي نو کراهت [يعني مکروه والے] پکښې نشته، رانجه د شپې په وخت په سترګو کښې اچول سُنَّت دي * د رانجو لګولو د دريو نقل شوؤ طريقو خلاصه وړاندې کوؤ: (1) کله په دواړو سترګو کښې 3، 3 سلايانې (2) کله په ښئ سترګه کښې 3 سلايانې او په ګَڅه سترګه کښې 2 (3) نو کله په دواړو سترګو کښې 2، 2 او بيا په آخره کښې يوه سلائي راډکه کړئ او په دواړو سترګو کښې ئې نمبر په نمبر واچوئ او داسې کولو سره به اِنْ شَآءَ اللهُ الْکَرِیْم! په دريو واړو طريقو عمل اوشي.
اے عاشقانِ رسول! د تکريم چې څومره هم طريقې دي ټولې به زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ښي طرف نه شروع کولې، ځکه اول په ښئ سترګه کښې رانجه واچوئ او بيا په ګَڅه کښې.[1]
عجب نہیں کہ لکھا لوح کا نظر آئے! جو نقشِ پا کا لگاؤں غبار آنکھوں میں
مختلف سُنَّتونه او آداب زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه ’’بهارِشريعت‘‘ جلد3 حصّه 16 او د شيخِ طريقت، اَميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ 91 صفحو رساله 550 سُنَّتيں اور آداب هديةً واخلئ او
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami