Share this link via
Personality Websites!
وغيره زما په معمولاتو کښې شامل وو، يو ځل زمونږه علاقے ته د عاشقانِ رسول مدني قافله راغله، په هغوئي کښې يو اِسلامي ورور ما ته د ماښام لمُونځ کولو او بيان کښې د شرکت کولو دعوت راکړه، زما خوش قسمتي وه چې زه د هغوئي سره جُمات ته لاړم، د ماښام لمُونځ نه پس چې مې بيان واوريدو نو ډير خوند ئې راکړو، د بيان په آخره کښې مبلغ د نيک اَعمَالو رسالے تعارف اوکړو، رِسالۀ نيک اَعمَال کښې درج د نيکو ډک ژوند تيرولو مدني ګل ليدو سره زه ډير خوشحاله شوم، د دې رسالے په شکل کښې ما د شيخِ طريقت اميرِ اهلِسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د اُمَّت د اِصلاح زړه سواني ليدلو سره د بيعت د پاره نوم ورکړو او عطّاري جوړ شوم، د ولئ کامِل سره د نسبت سره زما زړه د ګناهونو نه بيزاره شو او نيکو طرف ته مائل شو، ما د ګناهونو نه توبه کړه او د دعوتِ اسلامي په ديني ماحول کښې شامل شوم، د دې په برکت زما اخلاق سميدل شروع شو، زما د دې بدليدو سره زما د کور په خلقو هم ښه اثر اوشو، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! په قلاره قلاره زمونږه ټوله کورنئ قادري، رضوي، عطّاري شوه، په کور کښې د لمُونځونو پابندي شروع شوه، فلمونه، ډرامې، سندرې باجې بندې شوې او د ګناهونو نه د ډکو چينلو په ځائے مدني چينل اولګيدو.[1]
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami