Share this link via
Personality Websites!
د غسل نه پس کفن اوغوړولے شو او د سر د لاندې ئې د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حُجرې شريفې خاوره مبارکه کيښودے شوه، د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قبر مبارک غُساله شريف او مختلف تبرکات واچولے شو. بيا کفن شريف اوتړلے شو. د مازيګر د لمانځه نه پس د دُرُود و سلام او قصيدۀ بُرده شريف په آوازونو کښې جنازۀ مبارکه اوچته کړے شوه.
د سيِّدي قُطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د آرزو مطابق د جنَّتُ البقيع په هغه حصه کښې چرته چې اهلبيت عَلَيْهِمُ الرِّضْوان آرام کوي، هلته صرف د حضرت فاطمۃُ الزَّهرا رَضِیَ اللهُ عَنْهَا د مزار نه صرف 2 ګزه لرې خاورو ته اوسپارلے شو.[1]
الله پاک دې د سيِّدي قُطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په برکت مونږه بے حسابه اوبخښي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: نيک اعمال
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د ګناهونو پريښودو، نيکو کولو او د قبر و آخرت د تيارئ ذهن جوړولو د پاره د دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره وابسته شئ او د ذيلي حلقے 12 ديني کارونو کښې ښه ډيره حِصَّه واخلئ!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami