Share this link via
Personality Websites!
مياشتو سرداره د روژې مياشت ده او د حرمت او عزّت په لحاظ سره د ټولو نه عظمت والا مياشت ذُوْالْحِجَّۃُ الْحَرام ده.[1]
حضرت کعب الاحبار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چا ته چې حافِظُ الکِتَابَين هم وئيلے شي، هغوئي د قرآنِ کريم هم عالم وو او د تورات شريف هم عالم وو. هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: الله پاک زمانے ته اختيار ورکړو، بس د الله پاک په نزد د ټولو نه غوره زمانه د حرمت والا 4 مياشتې (يعني ذوالقعده، ذوالحج، محرم او رجب) دي، په دې مياشتو کښې الله پاک ته د ټولو نه زياته محبوبه [يعني خوښه] مياشت ذُوْالْحِجَّۃِ الْحَرام ده او په ذُوْالْحِجَّۃِ الْحَرام کښې د دې وړومبئ 10 ورځې (کومو ته چې عشرۀ ذوالحج وئيلے شي، دا) د الله پاک په نزد ډيرې محبوبې ورځې دي.[2]
سُبْحٰنَ اللّٰہ! اے عاشقانِ رسول! د عشرۀ ذي الحج وړومبئ لس ورځې ډيرې برکت والا دي، دا د الله پاک ډيرې خوښې ورځې دي، تر دې پورې چې الله پاک قرآنِ مجيد کښې د دې ورځو قسم ارشاد فرمائيلے دے، ارشاد کيږي:
وَ الْفَجْرِۙ(۱) وَ لَیَالٍ عَشْرٍۙ(۲)) پارہ:30،سورۂ فجر:1-،2(
[مفهوم] ترجمۀ کنزُ الايمان: د هغه سحر قسم او د لسو شپو.
د يو قول مطابق په دې آيت کښې د ذِکر شوؤ 10 شپو نه د ذُو الحج
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami