Share this link via
Personality Websites!
صاحب سيِّدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرسِ پاک دے. راځئ! د برکت حاصلولو د پاره د هغوئي ذِکرِ خير اورو:
د سيدي قُطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ذِکرِ خير
د خليفۀ اعلٰـى حضرت مولانا ضیاءُ الدِّين احمد صديقي قادري مَدَني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ولادتِ باسعادت په 1294ھ، 1877ء کښې د سيالکوټ (پنجاب، پاکستان) په يوه غير معروفه علاقه کلاس والا کښې اوشو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مسلمانانو د وړومبي خليفه حضرت صدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په اولاد کښې دي. وړومبے تعليم ئې په سيالکوټ کښې حاصل کړو. بيا ئې مرکز الاولياء لاهور او 22 خواجه په دُرشل دهلي کښې څه موده علم حاصل کړو، بيا ئې په آخِر کښې پيلي بهيت (اُتر پرديش، هند) کښې د حضرت علامه مولانا وصي احمد محدِّثِ سُورتي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې تقريباً 4 کاله تير کړه او ديني علوم ئې حاصل کړه او د دورۀ حديث نه پس ئې سندِ فراغت حاصل کړو.
اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! د اعلٰـى حضرت، امامِ اهلِسنّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دستِ کرامت نه د سيِّدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دستار بندي اوشوه. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اعلٰـى حضرت، امامِ اهلِسنّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه بَيعَت هم اوکړو او صرف د 18 کالو په عمر کښې ئې د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه سندِ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami