Share this link via
Personality Websites!
جوړ شي، اوس دا صورت وي چې انسان اطاعت کوي، د ګناهونو نه بچ کيږي، دې درجې ته رسيدو سره نفسِ انساني صرف خير او خير وي، هغه وخت انسان د نفساني خواهشاتو نه بچ کيږي، پوره طور په الله پاک يقين ساتي او دا هغه درجه ده چې د انسان د حضرت ابراهيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام سره نسبت صحيح شي (يعني دې درجې ته د رسيدو سره دا وئيل کيدے شي چې دا بنده په سُنَّتِ ابراهيمي باندې عمل کولو والا دے)، دغه وخت الله پاک د بنده بے حسابه امداد کوي او په آخرت کښې ورته بے حسابه نعمتونه ورکوي.[1]
اے عاشقانِ رسول! دا دے د قربانئ اصل سبق، چې مونږه د الله پاک کامِل اطاعت اوکړو، څه؟ ولې؟ څنګه؟ ته اونه ګورو، د عقل نه کار وا نخلو بلکه چې د الله و رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حکم راشي نو بس سترګې پټې کړو او په هغې عمل اوکړو، د نفساني خواهشاتو نه بچ شو، د نفسِ اَمَّاره د پليتئ نه بچ شو، د ځان اصلاح اوکړو تر دې پورې چې نفسِ مُطمَئِنَّه حاصلولو کښې کامياب شو.
محیط دِل پہ ہوا ہائے نفسِ اَمَّارہ دِماغ پر مرے ابلیس چھا گیا یا رَبّ!
رہائی مجھ کو ملے کاش! نفس و شیطاں سے ترے حبیب کا دیتا ہوں واسطہ یا رَبّ!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami